کندهار موزيم ته معیاري ودانۍ ځانګړې کیږي
يکشنبه ( ۱ محرم ۱۴۴۶ ) د کندهار د اطلاعات او کلتور رياست پخوانۍ ودانۍ چې د همدې رياست په چوکاټ کې موقعيت لري، تر بشپړې رغونې وروسته به کندهار موزيم هلته انتقال شي.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي انعام الله سمنګاني وويل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ د افغانستان د فرهنګي ميراثونو د ساتنې او څېړنې موسسې (CHACRI) په مرسته، د اطلاعاتو او کلتور رياست تر څار لاندې د کندهار موزيم د اوسنۍ ودانۍ څخه د رياست پخواني تعمير ته انتقاليږي، ياد تعمير چې ځينې برخې يې ترميم ته ضرورت لري، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي موزيم رياست او د افغانستان د فرهنګي ميراثونو د ساتنې او څېړنې موسسې (CHACRI) په همکارۍ يې ترميماتي کارونه شروع شوي دي، چې د موزيم ودانيو ته په کتلو به په معياري ډول جوړ او اوسنی موزيم به ورانتقال شي.
ښاغلي سمنګاني زياته کړه، په دې سره به د کندهار ميوزيم ځانته معياري ودانۍ ولري، له نورو اداري شعبو به جلا وي او ممکن د تګ را تګ لاره يې هم بېله شي، تر څو د ټولو سېلانيانو او هيوادوالو له پاره د تاريخي آثارو د نندارې په برخه کي آسانتيا موجوده وي.
د يادونې وړ ده، چي د کندهار موزيم د هيواد په کچه د تاريخي آثارو له اړخه غني او د زرګونو کلونو قدامت لرونکو تاريخي آثارو درلودونکی دی.
په کندهار موزيم کي تر دې مهاله د ۸۴۵ په شاوخوا کي ثبت تاريخي آثار موجود دي،په ياد موزيم کې د ځينو تاريخي آثارو قدامت د ۴۰۰۰ـ۸۰۰۰ قبل مېلاد پوري رسيږي.
۱۴۰۳/۴/۱۷ هـ ل
۲۰۲۴/۷/۷ میلادي
