کلتوري پلاوي په نرخ ولسوالۍ کې د الغتا لرغوني ښارګوټي څخه لیدنه وکړه

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۱:۵۰
مناا

د میدان وردګو ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست کلتوري پلاوي د نرخ ولسوالۍ دادل سیمه کې د الغتا لرغوني ښارګوټي څخه د نظارت په موخه لیدنه وکړه.
له یاد ښارګوټي څخه د لیدنې پرمهال د کلتور او ګرځندوی آمرشفیق الله فضلي وویل: دغه ښارګوټی زرګونه کاله وړاندې د کوشانیانو له خوا د نرخ ولسوالۍ اړوند دادل سیمه کې په یوه لویه غونډۍ آباد شوی، چې اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په تاریخي آبداتو کې ثبت او راجستر دی.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب الله مجاهد وایي: الغتا  ښار ګوټی د میدان وردګو ولایت یو له مهمو او لرغونو آبدو څخه دی، چې زموږ تر جدي څارنې او پالنې لاندې دی، خو بد بختانه په (۱۳۸۴ هـ ل)  کال کې  د امریکایي اشغال پر مهال فرانسویانو ته اجازه ورکړل شوه، تر څو په الغتا غونډۍ کې کیندنې وکړي، چې د کيندنو په پایله کې ترې  ۱۰ قلمه لرغونې آثار اېستل شوي. 
ښاغلي مجاهد زیاته کړه؛ په یاد ښارګوټي کې د کیندنو پرمهال له فرانسویانو سره  د ا.ا. مجاهدینو سخت جنګونه وکړل  او دوی یې تېښتې ته مجبور کړل، چې له هغې وخته بیا پکې  خپلسرې کیندنې نه دي تر سره شوي، او اوس مهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست تر جدي څارني لاندې دی.

۱۴۴۶/۳/۲۳ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۵ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS