کاپیسا کې د "د لویدیځ د افکارو په وړاندې د ځوانانو مسؤلیت" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو
دغه یو ورځنی سیمینار د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د "د لویدیځ د افکارو په وړاندې د ځوانانو مسؤلیت" تر سرلیک لاندې د دغه ولایت د محمود راقي لېسې په انګړ کې د سیمه ییزو مسؤلینو، علماوو، زده کړیالانو، زده کوونکو او ځوانانو په ګډون ترسره شو.
په دغه ناسته کې علماوو په نوبت سره د لویدیځ افکارو زهري زیانونو په اړه خبرې وکړې او ځوانان یې مطالعې او د دغو افکارو د شنډولو چمتووالي ته راوبلل.
لویدیځ افکار چې پر ټولنه منفي اغېزې لري، له هغو مسایلو څخه دي، چې ورسره د مبارزې په موخه تل د ځايي مسؤلینو له خوا ځوانانو ته سیمینارونه او ناستې جوړېږي.
۱۴۴۷/۱/۱۹ هـ ق
