کاپیسا کې د امارت او رسنیو ګډې کمېټې ناسته وکړه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۵۲
..

کاپیسا کې د امارت او رسنیو ګډې کمېټې ناسته د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي کریم الله وثیق په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي کریم الله وثیق رسنۍ د فکري یرغل او باطلو افکارو په وړاندې د مبارزې غوره وسیله وبلله او ویې ویل: رسنۍ او خبریالان د انسان په ژوند، د ټولنې د افرادو په فکري ویښتیا او تربیت کې اغیزمن او مستقیم رول لري او رسنۍ خلکو ته د ذهنیت ورکولو ترڅنګ د نړۍ د تحولاتو په اړه معلومات ورکوي.
ورته مهال د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو د خپلو نشراتي فعالیتونو او هڅو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل، چې د مسؤلینو له لوري د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو ډاډ ورکړل شو.

۱۴۴۷/۶/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS