کاپیسا کې دوه لرغونې سیمې کشف شوې 

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۲:۴۵
..

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي:  د دې ریاست پلاوي په اله سای ولسوالۍ کې د لرغونو سیمو د لیدنو پر مهال د (ددکی او شهیدانو غونډۍ) په نوم دوه لرغونې سیمې کشف کړي دي، دغه سیمې د تاریخي نښو درلودنکي دي، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ډيتابیس کې د تاريخي سيمو په حیث ثبت شوې.
د مسؤلینو په وینا په یادو سیمو کې د لرغوني ژوند ډېرې نښې لیدل کیږي، چې د سیمې اوسیدونکي یې هم د خپلو نیکونو د اوسیدو ځای په توګه ګڼي.
د لرغونو سیمو آثار د تاریخ هغه پټه خزانه ده، چې له خاورو څخه د لرغونو تمدنونو رازونه بیانوي او د لرغونو پاتې شونو او آثارو له لارې د یوه ملت کلتوري او تاریخي هویت څرګندوي.

۱۴۴۷/۶/۱۱ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS