کاپيسا کې د ناوړه رواجونو د مخنیوي په موخه غونډه ترسره شوه
د کاپيسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ښاروالۍ په پنځه ستوريز هوټل کې د سيمه ييزو مسؤلينو، علماوو، مخورو، فرهنګيانو او ځوانانو په ګډون د ناوړه رواجونو د پېژندنې او مخنيوي په اړه غونډه وشوه.
د غونډې ويناوالو د ناوړه رواجونو پر ټولنېزو منفي اغېزو خبرې وکړې او د هغوی د مخنیوي لپاره یې حل لارې وړاندې کړې.
د کاپيسا سیمهييز چارواکي وايي، چې دوی هم د ناوړه رواجونو د مخنیوي په برخه کې ژمن دي او دې برخه کې يې جدي هڅې روانې کړې دي.
ناوړه رواجونه لکه د واده مراسمو کې بېځايه فوړ لګښتونه او د مړو د تدفین په چارو کې بې ځایه مصارف هغه موارد دي، چې تل یې پر ټولنه منفي اغېزې کړي او ګڼې ستونزې یې رامنځته کړې دي.
۱۴۴۷/۱/۲۰ ھـ ق
