کاپيسا کې د ( محلي کتابتونونو سره د بلدتيا) ښوونيز سمينار ترسره شو

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۶:۳۱
…

سه‌شنبه (۶ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د کاپيسا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د هيرو موسسې په همکارۍ د مرکز محمود راقي، د اولې حصې او دوهمې حصې ولسواليو ۳۰ تنو د پراختيايي شوراګانوغړو، د ښوونځيو استادانو او زده کوونکو او د کتابتونونو مسؤلينو ته د ( محلي کتابتونونو سره د بلدتيا) په نوم ښوونيز ورکشاپ ترسره شو.

د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ او ګرځندوی آمر نصرت الله نصرت د ياد ښوونيز سمينار د جوړولو له امله د هيرو موسسې له همکاريو مننه وکړه او ويې ويل د اطلاعاتو او فرهنګ رياست هڅه کوي، تر څو دا ډول نور ښوونيز سمينارونه هم جوړ کړي.

د هيرو موسسې سوپروايزر سياف الدين فيضي وويل: هڅه کوي، چې د عامه او محلي کتابتونونو مسؤلين او د ټولنې وګړي د کتابتونونو د جوړولو او ترې په سمه توګه د استفادې کولو په لارو چارو وپوهوي او ښوونيز سمينارونه ورته ترتيب کړي.


۱۴۰۳/۲/۲۵ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۱۴ میلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS