کابل بالاحصار کې د لرغونو آثارو تحقيقاتي او بيارغونې پروژې څخه څارنه وشوه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پیژندنې رئیس سید ذبیحالله سادات کابل بالاحصار کې د لرغونو آثارو تحقيقاتي او بيارغونې پروژې څخه څارنه وکړه.
د لرغون پېژندنې رياست له لوري بالاحصار کې مسلکي کېندنې ښیي، چې دې سیمې کې د اسلامي دورې او د اسلام څخه مخکنيو دورو اړوند آثار موجود دي، چې د کابل ولایت د لرغوني فرهنګ ښکارندویي کوي.
د لرغون پیژندنې رئیس او مسؤلو استازو په بالاحصار کې د تحقیق لاندې ساحو څخه له نږدې لیدنه وکړه او د فعالیتونو ترسره کولو په اړه یې نظريات شریک کړل.
دغه راز د لرغون پیژندنې رياست او د آغاخان فرهنګي خدماتو مؤسسې استازو د ترسره شویو فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل.
همدا راز د لرغون پیژندنې رئیس له لوري د دغې څارنې ترڅنګ د هېواد د لرغونو ساحو د ساتنې په اړه د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله صادر شوی فرمان او د کابل د لرغونو سیمو د اهمیت په اړه معلومات وړاندې کړل او ټينګار یې وکړ، چې تر تحقیق لاندې ساحو او ترلاسه شویو آثارو مستند کول په پوره دقت سره وشي او د دغو آثارو ساتنې ته جدې پاملرنه وشي.
۱۴۴۶/۱۲/۲۸ هـ ق
