چین کې د افغانستان سفارت له لوري د زمري۲۴مه (فتحې ورځ) ونمانځل شوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۲:۳
...

د چین په پلازمینه پکن ښار کې د افغانستان د سفارت په انګړ کې د سفارت او د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري آتشې په ګډې همکارۍ د زمري ۲۴مه (فتحې ورځ) په شانداره مراسمو ونمانځله، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو دیپلوماتانو، فرهنګي شخصیتونو، استادانو، زده کړیالانو او  چین مېشتو هېوادوالو ګډون کړی وو.
د غونډې وینا کوونکو د زمري ۲۴مې، (د هېوادوالو د عزت او بریا ورځ) د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د هېواد د خپلواکۍ په لاره کې یې د مجاهدینو او ولس د سرښندنو او قربانیو څخه یادونه وکړه. 
د غونډې ګډونوالو د دې ډول مراسمو جوړېدو څخه د خوښۍ څرګندولو سربېره په نړیواله کچه د هېواد ویاړلي تاریخ او فرهنګ پېژندلو د هڅو پر دوام ټینګار وکړ.
۱۴۴۷/۲/۲۶ هـ.ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲۱
Background image

لغمان کې د ژورناليستانو او خبريالانو د فکري، عقيدوي او مسلکي ظرفيت لوړونې يو ورځنی سیمینار ترسره شو

دغه سیمینار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د عامه کتابتون د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، چې د خپرونو چارو معين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه د همغږۍ او مشورې غونډه د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د رئیسانو، د دارالعلومونو د مسوولینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د فرهنګ او هنر معین د اذربایجان له سفیر سره وکتل

چهارشنبه( ٢ د جمادی الاولی ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي په کابل کې د اذربایجان جمهوریت له سفیر ډاکټر الهام محمدوف سره وکتل او د فرهنګي او هنري. . .

BACK TO NEWS