چخانسور ولسوالۍ کې د عامه کتابتون څانګه پرانېستل شوه
د نيمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس د عالیقدر اميرالمومين حفظه الله د فرمانونو د تطبیق، د تاريخي آبداتو د ساتنې او د عامه کتابتون د څانګې د پرانېستې په موخه چخانسور ولسوالۍ ته سفر وکړ.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب الله الهام وویل: دغه کتابتون چې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه په سلګونه ټوکه عصري او دیني کتابونه پکې شته دي، چخانسور ولسوالۍ کې د مطالعې کلتور د ودې، د ځوانانو د ظرفیت لوړونې او د ټولنې اړتیاوو پوره کولو لپاره فعال شو او دغه کتابتون د چحانسور ولسوالۍ د ولسونو لپاره غوره سرمایه ده، نوموړي له ځوانانو څخه وغوښتل چې د معلوماتو زیاتولو او مطالعې په موخه دغه کتابتون ته مراجعه وکړي.
همداراز ښاغلي الهام د یادې ولسوالۍ له ځايي مسؤلینو او ولسونو سره د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د فرامینو (ناسمو رواجونو د مخنيوي او تاريخي آبداتو د ساتنې) په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل، له مسؤلینو او ولسونو څخه يې د ټولنې څخه د ناسمو رواجونو د مخنیوي په تړاو د همکارۍ غوښتنه وکړه او د تاریخي آبداتو د ساتني په اړه یې وویل: تاریخي سیمې او کلاګانې تاریخ بیانوي او د هېواد ملي شتمنۍ دی، باید سمه ساتنه ترې وکړو.
په ورته وخت کې د چخانسور ولسوالۍ مسؤلینو او ولسونو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د یادو فرامینو د پلي کولو او نورو ته د رسولو په اړه د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.
۱۴۴۷/۴/۱۵ هـ ق
