ځوانان د ټولنې ځواکمن قشر دی

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۱:۵
..

سه شنبه ( ۱۷ د محرم الحرام ۱۴۴۶ ) د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو  او فرهنګ او ګرځندوی آمریتونو له لوري په سيد آباد ولسوالۍ کې له ځوانانو سره د همغږۍ غوڼډه وشوه.
په ورته وخت کې د ځوانانو چارو آمر مولوي عبدالعزيز عزام ځوانان د ټولنې ځواکمن قشر وباله او د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا یې له دوی سره د هر ډول همکارۍ کولو ډاډ ورکړ، نوموړي وویل: د ځوانانو چارو آمریت په راتلونکي کې پلان لري، چې ځوانانو ته په ولسواليو کې ادبي بهيرونه جوړ کړي، تر څو دوی ته د شعر، ادب او ليکوالۍ په برخو کې لازم فرصتونه برابر کړي.
 ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه او زياته يې کړه: اسلامي نظام د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ځوانانو په بې شمېره قربانیو راغلی، همدا راز ځوانانو په راتلونکي کې هم د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ او د ځوانانو چارو له آمریت سره د بشپړې همغږۍ اماده ګي وښوده.

۱۴۰۳/۵/۳ ھـ ل 
۲۰۲۴/۷/۲۴ ميلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

پکتیکا کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني او عصري علومو بېلابېلو کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې شاوخوا ۴۰۰ ټوکه کتابونه پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

 د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: اسلامي امارت هڅه کوي، چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل شو

شنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده الحرم ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د سیاحتي، زیارتي،. . .

BACK TO NEWS