ځوانان د ټولنې منلي خلک دي، موږ یې قدردانی کوو

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۹:۱۴
fghj

د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي د دې ولایت د بېلابېلو سیمو له یو شمېر ځوانانو سره وکتل او په یو لړ مهمو مسایلو او رضاکاره فعالیتونو په ترسره کولو یې بحثونه وکړل.
ښاغلي رسولي وویل: ځوانان د ټولنې منلي خلک دي، موږ یې قدردانی کوو دوی باید د ټولنې په اصلاح، سمونه او د نورو ځوانانو په فکري رغونه کې فعاله برخه واخلي.
نوموړي زیاته کړه؛ د ټولنې یووالی او د نظام پرمختګ د ځوانانو په هڅو اتفاق او یووالي سره منځته راځي، دا چې اوس پر ټول هېواد د امن څادر غوړېدلی دی، ځوانانو ته د فعالیت ښه زمینه برابره ده، دوی دې راشي، د فکري اصلاح، د نظام د پایښت او خیر ښېګڼې لپاره دې هڅې وکړي.
ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور  ریاست هڅې وستایلې، چې د دوی د یووالي، فکري اصلاح او د غوښتنو اورېدو لپاره یې ترسره کوي او وخت پر وخت ناستې ورسره کوي.
دوی وویل: د نظام د بقا او پایښت لپاره یې تل هڅې کړي دي، له دې وروسته به هم د نظام تر شا ولاړ وي او د ټولنې د سمون او فکري اصلاح لپاره به کار کوي.

۱۴۴۶/۶/۶ ھـ ق
۱۴۰۳/۹/۱۸ ھـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۴۹
Background image

هرات کې د هنري آثارو نندارتون جوړ شو

د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ د خطاطانو ټولنې په علامه سلجوقي تالار کې د هنري آثارو نندارتون جوړ کړ.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر آمر وايي: نندارې ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۳۳
Background image

فاریاب کې سلګونه ځوانانو ته د وړیا زده کړو نوې دوره پيل شوه

د فاریاب ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت د دغه ولایت له ۲۰۰ څخه زیاتو ځوانانو ته د وړیا علمي او مهارتي زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۹
Background image

ګرشک کې د ځوانانو د فکري انحراف د مخنیوي اړوند یو ورځنی سمینار تر سره شو

د هلمند لایت ګرشک ولسوالۍ د ابو الفتح بستي منځني ښوونځي کې د الرباط فکري او فرهنګي ادارې له لوري د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې ریاستونو په ګډه همږغۍ د یاد ښوونځي ښوونکو، زده کوونکو او. . .

BACK TO NEWS