ځوانان د ټولنې د سترګو په حیث دي، خپل مسؤلیتونه باید په ښه توګه ادا کړي

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۳:۵۶
اتنح

دغه څرګندونې د لوګر ولايت د اطلاعاتو اوکلتور رئيس دوکتور رفیع الله صمیم د دې ولایت له یو شمېر ځوانانو سره په ناسته کې وکړې.
دوکتور صمیم وویل: ځوانان د ټولنې سترګې دي، خپل مسؤلیتونه باید په ښه توګه ادا کړي، نوموړي زیاته کړه، په دې ورستیو کې یو شمېر ځوانان د پردیو په لمسون ټولنيزو رسنيو کې داسې فعالیتونه کوي، چې د افغانیت او اسلامیت سره په ټکر  کې دي او دا د ځوانانو مسؤلیت دی، چې د قلم او فکري مبارزې له لارې د دوی پر وړاندې مبارزه وکړي.
 دغه راز ښاغلي صمیم له ځوانانو او قلموالو غوښتنه وکړه، چې د لوګر د شهیدانو سوانح راټول او د کتابونو په ډول یې د چاپ په موخه یاد ریاست ته وسپاري.
د ناستې د ګډونوالو په استازیتوب مفتي وحیدالله وهاج او مولوي یوسف رحماني په خپلو خبرو کې وویل: ځوانان هر راز همکارۍ ته ژمن دي، د ځوانانو مسؤلیت ډېر دروند دی، زموږ داعیه د اسلام ده او خپلو ارمانونو ته د رسېدو له پاره هر ډول قربانیو ته چمتو یو.
 په پای کې د ناستې ګډونوالو ته بېلابېل کتابونه ډالۍ شول.

۱۴۴۶/۶/۵ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۱۷ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۳۰
Background image

د الف نړیوالې مؤسسې استازو د ګڼو فرهنګي پروژو د پيل او دوام ژمنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر له معین سره د الف نړیوالې مؤسسې استازو کارلوس ادواردو او الکساندر فایبیګ او د آغاخان مؤسسې د فرهنګی برخې مسؤل انجینر میوندی وکتل.
د لیدنې په پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۲۴
Background image

کندوز کې د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو او لیکوالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کندوز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو او لیکوالانو سره د کاپي رايټ (د چاپ حق) د خونديتوب په موخه ځانګړې ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۲۰
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده ۲۴مه) د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه  وشوه.
د غونډې په پيل. . .

BACK TO NEWS