ځوانانو! راتلونکی ستاسي دی، نوښتونه وکړئ، چې هیواد مو د سیالانو سیال شي.
یادي څرګندونې نن سه شنبه د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ښاغلي ملا خیرالله خیرخواه، افغانستان کې د لومړني موټر جوړونکي انجنیر احمد رضا محمدي په ویاړ د ملي درناوي تر عنوان لاندې ځانګړې غونډه کې وکړې.
ښاغلي وزیر د خپلو خبرو په دوام وویل، افغانستان د استعدادونو له پلوه په ځان بسیا دی، راځئ خپل افتخارونه را خپل کړو، نوموړي وزیر، د انجنیر احمد رضا محمدي ابتکار وستایی او نوموړی یې د افغانستان شتمني وبلله.
وزیر صاحب همدا راز ځوانانو ته په خطاب کې وویل، راتلونکی ستاسي دی، ابتکارات او نوښتونه وکړئ، څو هیواد مو د سیالانو سیال شي.
هېره دي نه وي چې په دې ناسته کې ښاغلي احمد رضا محمدي د خپل نوي موټر په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ په خپلو راتلونکو پلانونو هم خبرې وکړې او یو شمېر پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
۱۴۴۴/۶/۱۷ هـ ق
