ځوانانو ته د مصنوعي ځیرکتیا او انلاین عاید ترلاسه کولو په موخه روزنیز سیمینار وړاندې شو
د هرات اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د تهذیب ښوونیز او پراختیایي موسسې په همکارۍ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې شاوخوا ۲۰۰ تنو ځوانانو ته (د ژوند مهارتونه) په نوم اوونیز سیمینار وړاندې شو.
د مسؤلینو په وینا له دغه روزنیز سیمینار څخه موخه ځوانانو ته د مصنوعي ځیرکتیا او انلاین عاید ترلاسه کولو روزنه ورکول او د ځوانانو فکري وړتیاوو لوړول وو.
دوی زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو جوړولو ملاتړ دی او هڅې کوي، چې د ښوونیزو بنسټونو په همکارۍ د ځوانانو د فکري او ټولنیزې ودې لپاره لا ډېر فرصتونه برابر کړي.
دغه راز د سیمینار ګډونوال وویل: په یاد سیمینار کې نه یوازې د وړاندې شویو موضوعاتو له علمي اصولو سره بلد شول، بلکې په عملي فعالیتونو، ډله ییزو بحثونو او تمرینونو کې یې هم فعاله ونډه واخیسته.
۱۴۴۷/۸/۲۲ هـ ق
