پکتیا کې ۱۰۵ لرغونې سیکې ترلاسه شوې
د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلینو په هڅو د کشفي ارګانونو پر مټ ۱۰۵ لرغونې سیکې تر لاسه او د پکتیا محلي موزیم ته وسپارل شوې.
دا مهال د پکتیا په محلي موزیم کې سلګونه لرغوني توکي شتون لري، چې د تېرو ۱۴ کلونو په موده کې د مسؤلینو او ولسونو لخوا د موزیم بډاینې لپاره سپارل شوي دي.
د لرغونو توکو د قاچاق د مخنیوي په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا صادر شوی فرمان د پکتیا ټولو امنیتي، دفاعي او کشفي ارګانونو ته رسېدلی، چې پرمټ یې د یاد قاچاق مخه نیول شوې او د پکتیا ولایت اسلامي ځواکونو د فرمان د تطبیق په برخه کې د پام وړ هڅې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د دې ولایت مسؤلینو او اسلامي ځواکونو ګڼ شمېر سیکې او لرغوني توکي ترلاسه کړي وو، چې محلي موزیم ته سپارل شوي دي.
۱۴۴۶/۱۱/۱۶ هـ ق
