پکتیا کې "په ټولنه کې د رسنیو ارزښت او مسؤلیتونه" تر سرلیک لاندې سمینار ترسره شو

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۱:۴۲
.....

تېره ورځ د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمریت له لوري "په ټولنه کې د رسنیو ارزښت او مسؤلیتونه" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سمینار وړاندې شو.
ياد سيمینار کې د رسنیو استازو، خبریالانو، ژورنالېستانو، د دولتي ادارو ویاندویانو او علماؤ ګډون کړی ؤ.
د اطلاعاتو آمر نیازالله اصیل ځاځي وویل، چې د سيمینار څخه مو موخه په ټولنه کې د رسنیو ارزښت، مسؤلیتونه او حکومت سره په همغږۍ فکري اصلاح رامنځته کول دي.
د پکتیا مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین د دغه یو ورځني سمینار پرمهال وویل، د ا.ا.ا د رسنیو ستونزو، غوښتنو او مالي امکاناتو برابرولو په برخو کې هڅې کوي او ځانګړې پاملرنه ورته کوي، هغه زیاته کړه په اسلامي نظام کې رسنۍ د نظام او ولس ژبه ده، او اسلامي امارت رسنیو ته ارزښت ورکوي.
ورپسې د سيمینار یو شمېر ګډونوالو مقالې وړاندې کړې او د موضوع اړوند د رسنیو ارزښت، مسؤلیتونو، ستونزو، غوښتنو، په تېر شل کلن جهادي بهیر او اوسني دور کې يې د رسنیو پر رول خبرې وکړې.
د پوهنتون استاد خالد حبیب بیا په ټولنه کې د رسنیو ارزښت، مسؤلیتونو، د رسنیو او حکومت ترمنځ په چلندونو او محدودیتونو خبرې وکړې او ويې ویل، چې د رسنیو فعالیت لپاره د رسنیو او اطلاعاتو قانون ته اړتیا لیدل کېږي، په اوسني وخت کې د رسنیو مسؤلیتونو لپاره د رسنیو قانون شرط دی تر څو ژورنالېستان په ډاډه زړه خپلې کړنې ترسره کړي.
د سمینار په پای کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاضي ثواب جان اسلام یار د رسنیو د استازو، مسؤلینو او ژورنالېستانو ستونزو، غوښتنو او اندیښنو په تړاؤ ډاډ ورکړ، او ويې ویل، چې د ا.ا.ا د رسنیو ازادۍ ته زیات ارزښت ورکوي، چې رسنۍ د افغانستان د څلورمې قوې په توګه پيژني، نوموړي له خبریالانو او د رسنیو مسوولینو څخه وغوښتل، هغو موضوعاتو څخه ډډه وکړي، چې  اسلامي عقایدو، کلتور، اسلامي ارزښتونه او د هېواد ګټو ته ضرر رسوي.
اسلام یار د ا.ا.ا رسنیز ځواک په اسلامي نړۍ کې یو قوي ځواک یاد کړ، چې په تېر شل کلن انقلاب کې یې دا.ا.ا مخکښ او ژبور ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په غښتلي مشرتوب کې د غربي رسنیزې جګړې پر وړاندې بریالۍ مبارزه وکړه او کفري لښکرې یې په فکري او رسنیز ډګر کې ګونډه کړې وې.
۱۴۴۵/۵/۲۸ ھ ق
۱۴۰۲/۹/۲۱ ھ ش
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS