پکتیا کې د کاپي رایټ په اړه ناسته ترسره شوه
د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د هنر او کلتور آمر عقل خان وهاج د دغه ولایت د مطبعو له مسؤلینو سره د نورو لیکوالانو لیکنې په خپلو نومونو چاپول او خپرولو، مخه نیولو په اړه ناسته ترسره کړه.
په دغه ناسته کې ښاغلي وهاج وویل: موږ هڅه کوو چې لیکوالانو، لوستونکو او د کتابتونونو مسؤلینو ته آسانتیاوې رامنځته کړو، هغه لیکوالان، چې لیکنې یې کړې وي او د چاپولو توان یې نه لري، موږ یې لیکنه څېړو که د چاپ له اصولو سره برابره وي، زموږ له اړخه لیکوال او لیکنه بیهقي کتاب خپرولو ریاست ته معرفي کیږي او لیکنه یې په وړیا ډول چاپیږي.
هغه زیاته کړه، کوم کتاب چې په بازار کې پاتې وي لیکوال یې دا حق نه لري، چې په هغه ډول بل ټوک د چاپولو لپاره خپرندویه ټولنې ته ورکړي.
همدارنګه وهاج د ټولو مطبعو او پوټوکاپیانو له مسؤلینو څخه د وزارت د هدایاتو مطابق غوښتنه وکړه، چې د کاپي رایټ چاپ مخنیوی وکړي.
په پای کې ګډونوالو خپلې ستونزې او نظرونه شریک کړل او ژمنه یې وکړه چې د غیر قانوني کړنو څخه به ډډه کوي.
۱۴۴۵/۱/۲۳ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۱۸ هـ ش
