پکتیا کې د مقالو تقریري سیالي ترسره او پایلې یې اعلان شوې

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۹:۴۲
....

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ځوانانو چارو آمریت له لوري د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ په پنځو موضوعاتو کې د مقالې وړاندې کولو سیالۍ ترسره او پایلې یې اعلان شوې.
په دغه سیالۍ کې په ټاکل شویو موضوعاتو (فکري جګړه او تأثیرات یې، په اسلام کې د دیني او عصري علومو ځای، د ټولنې په اصلاح او اسلامي نظام په استحکام کې د مصلح ځوانانو رول، په اسلام کې د ناسمو رواجونو رد او په افغاني ټولنه یې تاثیرات، په اسلام کې د انساني قاچاق منع او په افغاني ټولنه یې تاثیرات) ۳۵ تنو لیکوالانو لیکنې کړې وې.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار وویل: له دغې سیالۍ څخه موخه لیکوالۍ او مطالعې ته د ځوانانو هڅونه، په ټولنه کې د ناوړه دودونو مخنیوی او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه ١٧ مې ګڼې فرمان په برخه کې ځوان نسل ته عامه پوهای ورکول وو.
مولوي اسلامیار د سیالۍ له ګډونوالو وغوښتل، چې د اسلامي نظام پایښت او نوي نسل سالمې روزنې په موخه دې په خپلو ژبو لیکنې وکړي او له نورو ژبو څخه دې هم اغیزمنې لیکنې او کتابونه وژباړي.
همدا راز د سیالۍ ګډونوالو د یادې سیالۍ له جوړولو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه؛ چې دغه سیالۍ د لیکنې اصلاح او تشویق په موخه ډیره ګټوره وه، ځوانان په دې وپوهېدل چې څه ډول لیکنه وکړي او په لیکنه کې شته نیمګړتیاوې وپیژني.
د یادونې وړ ده، چې د یادې سیالۍ ۲۵ تنه مخکښ ګډونوال په بېلابیلو ډالیو ورکولو سره وستایل شو. 

۱۴۴۷/۳/۱۷ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS