پکتیا کې د فکري جګړې پر وړاندې د مبارزې یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۴:۱۰
...

دغه یو ورځنی روزنیز سیمینار د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست او کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې په همغږي جوړ شوی و، چې د پکتیا پوهنتون شرعیاتو پوهنځي رئیس محمد عمر فضلي، د ۲۰۳ منصوري قول اردو عقیدتي مدیریت مرستیال مولوي سمیع الله یاسر او د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار لخوا ګډونوالو ته وړاندې شو.
د سیمینار په پیل کې د پکتیا د ځوانانو چارو آمر ګډون کوونکون ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ له ځوانانو وغوښتل چې له دوی سره په ورته نورو پروګرامونو کې هم ګډون وکړي او له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي.
دغه راز د سیمینار وړاندې کوونکو د فکري او نظامي جګړو په تعریفونو، توپیرونو، ډولونو، د فکري جګړې په اړخونو او د فکري جګړې د مخنیوي په لارو چارو هراړخیز معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او ویې وویل: د تېرو شلو کلونو په جریان کې غربي ټولنې د افغانانو فکري تخریب ته له بېلابېلو لارو کار واخیسته، چې له بده مرغه ځینې هېوادوال یې تر اغیز لاندې راغلل او د دین، اصیل فرهنګ او افغاني ټولنې په خلاف یې کړنې ترسره کړلې.
د سیمینار وړاندې کوونکو له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د غرب فکري جګړې څخه د ځان ژغورلو تر څنګ د اسلامي نظام په ملاتړ په کفري نړۍ کې د اسلامي فکر خپرولو ته کار وکړي او د فکري جګړې ګټلو لپاره اړتیا ده، چې پراخه مطالعه وشي، په هغه وسایلو او لارو چارو څېړنې ترسره شي، چې غربي ټولنه یې پر مټ د غربي فکر خورولو لپاره کار اخلي.
په پای کې د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار د کلمات فکري او فرهنګي ادارې له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د فکر جوړونې په دغه یو ورځني سیمینار کې یې  له دوی سره پوره همکاري وکړله.
۲/۲/۱۴۴۷ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲۱
Background image

لغمان کې د ژورناليستانو او خبريالانو د فکري، عقيدوي او مسلکي ظرفيت لوړونې يو ورځنی سیمینار ترسره شو

دغه سیمینار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د عامه کتابتون د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، چې د خپرونو چارو معين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه د همغږۍ او مشورې غونډه د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د رئیسانو، د دارالعلومونو د مسوولینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د فرهنګ او هنر معین د اذربایجان له سفیر سره وکتل

چهارشنبه( ٢ د جمادی الاولی ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي په کابل کې د اذربایجان جمهوریت له سفیر ډاکټر الهام محمدوف سره وکتل او د فرهنګي او هنري. . .

BACK TO NEWS