پکتيکا کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۰:۱۳
نتل

پکتيکا ولايت کې د مرستيال والي مخدوم عبدالسلام سعادت، د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا محمد امین حذیفه او د ملي راډيو تلويزيون د آمر په ګډونو د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه. 
مرستیال والي الحاج مخدوم عبدالسلام سعادت له خبریالانو سره په ناسته کې د دوی کړنې وستایلې او زیاته یې کړه؛ چې د خبریالۍ ډګر پاک او سپېڅلی دی، باید همداسي پاک او سپېڅلی وساتل شي. 
سعادت زیاته کړه: اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې تر بل هر وخت زیات کار شوی او د خبریالانو خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه کېږي، چې له کبله یې د دې ولایت خبریالان او امارتي مسؤلین کلکه همږغي لري. 
نوموړي دغه راز خبریالانو ته سپارښتنې وکړې، چې د چا په شخصي حریم تیری ونه شي، د رسنیو د نشر وړ توکي دي رسنیز شي، خو دیني ارزښتونو او د سیمي اړوند کلتوري چارو ته دي بشپړه پاملرنه پکې وشي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا محمد امین حذیفه وویل: مثبتو او د هېواد په ګټه راپورونو ته دې لومړيتوب ورکړل شي او د ولس حق ږغ ته دې په سم ډول انعکاس ورکړل شي، نقد دې وشي، خو په ټولنه او سیمه کې دې د مثبت بدلون رامنځته کولو په پار د هېواد د ملي ګټو ته په پام قدمونه پورته شي. 
همدا راز خبریالانو په خپلو خبرو کې وویل: دوی به د خبریالۍ چارې د اصولو سره سمې مخته وړي او د ولس حق غږ  به په بې پرې ډول تر اړوندو مسؤلینو رسوي. 
د یادونې وړ ده، چې د دې ولایت له خبریالانو سره دوامداره ناستې کېږې او د یادو ناستو په ترڅ کې د دوی هر ډول ستونزو ته رسیدګي شوې ده. 

۱۴۴۶/۵/۱۷ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۲۹ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS