پکتيا کې ګلبڼ میاشتنۍ مشاعره جوړه شوه

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۹:۴۴
ijhgf

د پکتيا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د هنر او کلتور آمریت له لورې د ګلبڼ مياشتنۍ مشاعره د ګڼ شمېر شاعرانو په شتون کې جوړه شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلام یار د مشاعرې په پیل کې وویل: دا ډول ادبي ناستې او مشاعرې د شعر او ادب د پیاوړتیا لپاره ډېرې ګټورې دي، که د شعر او ادب تاریخ ته ځیر شو، دا به راته په ډاګه شي، چې سترو شاعرانو او لیکوالانو دا ډول ناستې کولې، نوموړي زیاته کړه؛ ادبي ناستې ورځ تر بلې زیاتېږي، چې فرهنګي ډګر ورسره غښتلې کېږي او د شاعرانو ترمنځ یووالی پیاوړی کېږي.
د مشاعرې په ترڅ کې شاعرانو په خپل نوبت ترتیب کړل شوي اشعار د مشاعرې ګډونوالو ته واورول، او د شعر په ژبه يې د هېواد جوړونې ذهنیت او پیغامونه وړاندې کړل.
شاعران او د شعر مينوال وايي: دا ډول مشاعرې او ادبي ناستې د فرهنګي ډګر پیاوړتیا او ادبي فعالیتونو لا غوړېدا لپاره خورا اړینې دي.
د یادونې وړ ده، چې ګلبڼ مشاعره هره مياشت د دې ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لورې ترسره کېږي، چې ګڼ شمېر شاعران، ځوانان او د شعر مينوال پکښې ګډون کوي.

۱۴۴۶/۶/۵ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۱۷ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS