پوهنيارې مصطُفوي: سينما د يوې ټولنې د فرهنګ او ارزښتونو د پېژندنې هنداره ده
د اجرائيه رياست د فرهنګ او هنر د همغږۍ واحد د سيمنا نړيواله ورځ په کابل کې ونمانځله.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په همدې مناسبت د يوشمېر دولتي مسوولينو، د هېواد د سينما د هنرمندانو، ممثلانو او د فرهنګي شخصيتونو په شتون پرون د ښځو چارو وزارت په تالارکې يوه غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې د اجرائيه رياست د فرهنګ او هنر د همغږۍ واحد رييس فقيراحمد ميوند د سينما د نړيوالې ورځې له امله د هېواد د سينما هنرمندانو او خلکو ته مبارکي وويله او په هېواد کې د سينما د لرغونتيا په اړه يې معلومات ورکړل.
هغه د فلمونو او د هېواد د سينما د هنرمندانو په تېره بيا د سابقه لرونکو هنرمندانو قدرداني وکړه او سينما او فرهنګي کارونو ته پاملرنه يې مهم کار وباله او له حکومت څخه يې وغوښتل چې سينما ته خاصه پاملرنه وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوى معينې پوهنيارې سېدې مژګان مصطفوي هم په خپلو خبروکې څرګنده کړه چې سينما د يوې ټولنې د فرهنګ او ارزښتونو د پېژندنې يوه هنداره ده او سينما په حقيقت کې د پوهې د توليد او وېش وسيله ګڼل کېږي.
هغې زياته کړه: د سينمايي مستند توليدات، د يوې ټولنې د فرهنګ، تاريخي آبداتو، مذهبي اماکنو، د ګرځندوى ساحو، د ودونو او عنعناتو د پېژندنې يوه وسيله ده.
پوهنيارې مصطفوي وويل چې په افغانستان کې د فلم ښودلو لومړنى پروجکټور په ١٩١٤م کال کې د سوغات په ډول شاه حبيب الله خان ته ورکړ شو او وروسته شاه امان الله خان په ١٩٢٨ کال کې د اروپا له سفر څخه په راستنېدوکې د فلم ښودلو دويم پروجکټور هېواد ته راوړ.
هغې زياته کړه چې د لومړي ځل لپاره د کابل په پغمان کې فلم وښودل شو او په هېواد کې لومړۍ سينما د بهزاد سينما وه چې وروسته په ټوليزه توګه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د فلم ښودلو ١١٧ سالونونه يا سينماګانې جوړې شوې او زياتره دغه سينماګانې د جګړو په بهيرکې له منځه لاړې.
مصطفوي ټينګار وکړ چې د ټولنې د فرهنګي هويت د ساتنې لپاره يوه اغېزمنه لاره دا ده چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم د فلم توليد ولرو چې په هېواد کې د مبتذلو او پرديو فرهنګونو له يرغل سره مخ نه شو.
د ښځو چارو وزارت معينې نبيلې مصلح هم د ښځو د ژوندانه د حالت په ښه والي کې د سينما د رول په اړوند خبرې وکړې.
هغې وويل: په نړۍ کې سينما له نن څخه کابو ١٢٥ کاله مخکې په ١٨٩٥ کال کې جوړه شوه او په فرانسه کې د لومير ورونو د سينماتوګرافۍ لومړنۍ دستګاه جوړه کړه او خوځنده انځورونه يې نندارې ته وړاندې کړل.
هغې څرګنده کړه: اوس د دې وخت رارسېدلى دى چې د سينما هنرمندانو او د سينما هنر ته پاملرنه وشي او د هغې د ودې لپاره ګام واخيستل شي.
په غونډه کې د افغان فلم رييسې صحرا کريمي په هېواد کې د سينما حالت وڅېړه او ويې ويل چې په تېرو ١٨ کلونوکې د هېواد سينما لکه څنګه چې بايد له اعتبار څخه برخمنه واى، نه ده. هغې د يوشمېر سابقه لرونکو سينماګرانو او فلم جوړوونکو او دغه راز د سينما د نوي نسل يادونه وکړه او ټينګار يې وکړ چې د سينما کار بايد کاذب نه وي، بلکې باوري وي او دا کار د پوهې، استعداد، د کار د تجربې، توليد، خلاقيت، ددې هېواد له تېرو کسانو څخه د روايت، د هېواد د فرهنګ او فرهنګي ارزښتونو پربنسټ تکيه ولري.
کريمي وويل چې افغان فلم د باوري سينما ملاتړى دى او موخه يې فرهنګ جوړول دي.
همدارنګه د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي رييس پوهنمل سيمع الله نبي پور هم په خبروکې په افغانستان کې د سينما د سابقې او د دې برخې د لوړو او ژورو په اړه معلومات ورکړل.
هغه د سينمار د ودې په برخه کې د حکومت او د اړوندو بنسټونو پر پاملرنې ټينګار وکړ او ويې ويل چې د سينما د ودې لپاره بايد زمينه برابره شي اوپه هېواد کې دغه هنر سمون ومومي.
د غونډې په پاى کې مسوولينو د هېواد يوشمېر سينماګرانو ته د ګلانو ګېډۍ ډالۍ کړې.
کابل/دمرغومي۱۰مه/باختر
