پوهاند باوري د بدخشان سيمه ييز نګارستان پرانيست

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۱۳:۴۹
پوهاند باوري د بدخشان سيمه ييز نګارستان پرانيست

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري نن  د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سيمه ييز نګارستان پرانيست.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه؛ د بدخشان د دولتي ادارو په رييسانو سربېره، يوشمېر فرهنګيانو، هنرمندانو او په بدخشان کې د تاجکستان قونسل هم ګډون کړى و.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس نقيب الله ثاقب يار د بدخشان د سيمه ييز نګارستان په جوړولو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د اړوندو بنسټونو له همکارۍ څخه په خوښي سره وويل چې د دغه نګارستان جوړول د دغه ولايت د ټولو هنرمندانو او فرهنګيانو اړتيا ده چې خپل فرهنګي آثار له دې لارې راتلونکو نسلونو او تاريخ ته وسپاري.
هغه زياته کړه چې د هنرمندانو د انځورګرۍ او هنري آثار کولاى شي د ګرځندوى جاذبې هم له ځان سره ولري.

کابل / د تلې ۵ مه / باختر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS