په کونړ کې د رسنيو له مسوولينو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۴:۵
بلات

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي نجيب الله حنیف، د اطلاعاتو آمر جنت ګل فدا په شتون کې د خبریالانو او د رسنيو مسوولینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په پيل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نجیب الله حنیف د ټولینزو رسنیو مسوولینو ته سپارښتنې وکړې او ترې  ویې غوښتل چې خپلې خپرونې د اسلامي امارت د پالیسۍ او د افغاني ارزښتونو سره سمې چمتو او رسمي جوازونه ترلاسه کړي.
همدارنګه ښاغلي حنیف وویل: هر هغه څوک چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه ترلاسه کړی جواز ونه لري او خپرونې وکړي، قانوني چلند به ورسره کېږي، بیا هېڅوک د شکایت حق نه لري.
په پای کې د رسنيو مسوولینو ژمنه وکړه چې رسمي جوازونه به ترلاسه کوي او خپرونې به د اسلامي امارت او افغاني کلتور سره سمې برابرې او خپروي.

۱/۱۱/۱۴۰۳ هـجري لمریز
۱۹/۷/۱۴۴۶ هـجري سپوږمیز

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۳۰
Background image

د الف نړیوالې مؤسسې استازو د ګڼو فرهنګي پروژو د پيل او دوام ژمنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر له معین سره د الف نړیوالې مؤسسې استازو کارلوس ادواردو او الکساندر فایبیګ او د آغاخان مؤسسې د فرهنګی برخې مسؤل انجینر میوندی وکتل.
د لیدنې په پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۲۴
Background image

کندوز کې د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو او لیکوالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کندوز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو او لیکوالانو سره د کاپي رايټ (د چاپ حق) د خونديتوب په موخه ځانګړې ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۲۰
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده ۲۴مه) د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه  وشوه.
د غونډې په پيل. . .

BACK TO NEWS