په کندهار، پنجشیر او زابل کې د غوره شويو کتابونو سیالۍ ترسره کېږي
د کندهار د اطلاعات او کلتور ریاست د «الحق المبین» غوره شوي کتاب یوه علمي سیالي ترسره کوي، په همدې اسـاس د مدرسـو، پوهنتونو او لیسو زده کوونکو څخه هیله کوي، چې په نوموړي سیالۍ کې ګډون وکړئ.
په یاده سیالۍ کې د ګډون لپاره چهارشنبه او پنجشنبه د میزان میاشتي ۵ او ۶ نېټه د سهار له ۸ بجو څخه د ماځیګر تر ۳:۳۰ بجو پوري د کندهار اطلاعاتو او کلتور ریاست کتابتون کې نوم لیکنه تر سره کیږي.
همدارنګه په پام کې ده چې د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د عقرب د مياشتې په ٢٢مه نېټه د غوره شوي کتاب «د شيطان لښکر» په اړه علمي سيالي پيل شي.
په ورته وخت کې د زابل د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې ریاستونو له لوري د یاد ولایت د ښوونځیو زده کوونکو لپاره د فکري ویښتیا په برخه کې یو ځانګړي کتاب «الحق المبین» ورکول کېږي، ترڅو ياد کتاب مطالعه کړي او تر مطالعې وروسته ورڅخه په ياد کتاب کې ازموينه اخیستل کیږي.
په دغه سیالیو کې د ګډون لپاره د یادو ولایتونو په اطلاعاتو او کلتور ریاستونو کې نوم لیکنه جریان لري او په یادو سیالیو کې به لومړي، دوهم، دریم او څلورم مقام ګټوونکو ته تحفې په نظر کې نیول شوي دي.
۱۴۴۵/۳/۱۱ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۴ هـ ش
