په کابل طبي پوهنتون کې د کتاب او قرآنکریم نندارتون جوړ شو
نن یکشنبه(۱۴۴۵/۳/۹ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د بیهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري په کابل طبي پوهنتون کې له امریکايي اشغال څخه د هېواد د خپلواکۍ د دویمې کلیزې په مناسبت د کتاب او قرآنکریم نندارتون جوړ شو.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو معين مهاجر فراهي وويل: چې د مليتونو د عروج او پرمختګ يوازينۍ وسيله علم او کتابونه دي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅې کوي چې په هېواد کې د مطالعې کلتور ترويج کړي.
هغه پر هېوادوالو او په ځانګړې توګه پر ځوانانو غږ وکړ چې د خپل هېواد د تاريخ د پوهېدو لپاره کتابونه ولولي او مطالعې ته دې مخه وکړي.
د نشراتي چارو معين څرګنده چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت چمتو دی د ځوانانو علمي آثار او کتابونه چاپ کړي او له هغوی يې هم غوښتنه وکړه چې د موادو په برخه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې یاد نندارتون به د درېیو ورځو لپاره دوام ولري، چې پکې به تجویدي قرآنکریم، قلمي قرآنکریم، طبي، کلتوري، تاریخي ټولنیز او دیني کتابونه نندارې ته وړاندې شي او یاد کتابونه به په شل سلنه تخفیف سره پلورل کیږي.
