په ژوره تاریخي جهادي مرکز کې مشاعره وشوه

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۰:۲۵
lkhj

د خوست ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلينو د ګربزو ولسوالۍ اړوند د ژوره تاریخي او جهادي سیمې ته فرهنګي سفر وکړ او هلته یې د شوروي او امـریکایي اشـغال پر وړاندې د اغېزناکې مبارزې په موخه په لاس د جوړو شویو سمڅو څخه لیدنه وکړه.
د یاد فرهنګي سفر په ترڅ کې چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د بېلابېلو ادارو د مسؤلینو تر څنګ ګڼ شمېر خوست مېشتو او د یادې سیمې ځوانانو او سپین ږیرو پکښې ګډون درلود، د سمڅو مخې ته مشاعره هم ترسره شوه، چې شاعرانو پکښې جهادي او حماسي شعرونه واورول.
د اطلاعاتو آمر سبحان الله عزام وویل: دا چې له همدې ځایه زموږ مشرانو په ځانګړي ډول ستر جـهادي شخصیت مـولوي جـلال الـدین حـقاني او همسنګرو یې د تېرو دوو اشـغالګرو ځواکونو، شوروي اتحاد او امـریکا پر وړاندې جهادي مبارزه کوله، چې په پایله کې یې یادو کـفري ځواکونو ماته وخوړه او هېواد د دوی له منګولو آزاد شو، نو له دې سفر څخه زموږ موخه د مجاهدینو د کارنامو او مبارزو او همدا راز له جهادي او تاریخي پلوه د یادې سیمې او سمڅو د اهمیت په اړه نوي او ځوان نسل ته عامه پوهاوی  ورکول دي.
ورپسې د یادې سیمې د مخورو په استازيتوب حاجي محمد جمیل خبرې وکړې او ویې ویل: چې د ژوره سمڅې د شوروي اتحاد او د امـریکایي اشغال پر وړاندې د مبارزې پنځوس کلنه مخینه لري او د همدغو قوتونو په وړاندې زرګونه مجاهدین له همدې ځایه رهبري شوي دي، چې ډېر یې همدلته د جنګ پر مهال زخمیان او شهـیدان شوي دي.
یادې سمڅې چې هماغه وخت د جـنګونو او وروسته د بارانونو او سیلابونو او د حکومتونو د نه پاملرنې له امله تخریب شوي، بیا ترمیم ته اړتیا لري، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي، تر څو د مسؤلينو په مرسته یادې سمڅې، تاریخي او جهادي آبدات بیا ورغوي،  تر څو د له منځه تلو له ګواښ څخه وساتل شي او تر راتلونکو نسلونو پاتې شي.

۱۴۴۶/۵/۱۴ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۲۶ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS