په څمکنیو ولسوالۍ کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو
د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر آمریت له لورې څمکنیو ولسوالۍ کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د پکتیا د فرهنګ او هنر آمر وایي: دغه نندارتون د مطالعې دود پیاوړتیا او ځوان نسل مطالعې ته د هڅوونې په موخه جوړ شوی، چې پکې زرګونه ټوکه کتابونه نندارې ته ایښودل شوي دي.
د نوموړي په وینا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې عامه کتابتون ته د یوې معیاري ودانۍ جوړولو لپاره یې هم هلې ځلې پیل کړي دي.
د نندارتون ګډونوالو وویل: داسې نندارتونونه جوړول د مطالعې دود په پیاوړتیا کې اغیزمن رول لوبوي دوی له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه وغوښتل چې په راتلوونکې کې دې ته ورته نور نندارتونونو جوړولو ته هم ځانکړې پاملرنه وکړي.
۱۴۴۷/۳/۲۷ هـ ق
