په پنجشېر کې د توتانو کلتوري مېله جوړه شوه
په پنجشېر ولایت کې د توتانو کلتوري مېله د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست او موسوم موسسې په مالي مرسته په پاراخ بازارک سيمه کې جوړه شوه.
د توتانو په دغه کلتوري مېله کې د افغانستان اسلامي امارت یو شمېر مسؤلینو، د اطلاعاتو او کلتور وزارت اداري چارو معین مولوي سعدالدین سعید، د ځوانانو چارو معین قاري صیب محمد یونس راشد، شاعرانو، ليکوالانو او د دغه ولايت کلتور پالو او ولایتي مېلمنو ګډون کړی و.
د دې مېلې عمده برخې ویناوې، شعرونه او د توتانو د مېوې په اړه تخصصي خبرې وې.
د غونډې په پیل کې د یاد ولایت والي په خپلو خبرو کې وویل، موږ د لوى خداى (ج) شکر ادا کوو، چې نن په بشپړ ډول د اسلامي نظام تر چتر لاندې په ارامه فضا کې په یوه کلتوري غونډه کې ګډون لرو.
ښاغلي والي د توتانو مېله د دغه ولایت د کلتور یوه لرغونې برخه وبلله.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري چارو معین مولوي سعدالدین سعید خبرې وکړې او ویې ویل، د پنجشېر ولایت د توتانو کلتوري مېله د افغانستان د بېلابېلو قومونو ترمنځ د یووالي بېلګه ده.
۱۴۴۵/۱/۳ هـ ق
۱۴۰۲/۴/۲۹ هـ ق
