په پروان کې د حکومت او رسنيو د ګډې کميټې غونډه ترسره شوه

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۲۰:۵۱
....

د حکومت او رسنيو د ګډې کميټې غونډه نن له غرمې مخکې د پروان ولايت مقام کې، د مرستيال والي مفتي محمد ادريس انوري په مشرۍ، د کميټې د غړو په موجوديت کې ترسره شوه.
مرستيال والي مفتي محمد ادريس انوري وويل، هر شخص د خپل توانايۍ په اندازه د الهي احکامو په تطبيقولو، دين ته په خدمت کولو او د امر باالمعروف او نهی عن المنکر چارو په ترسره کولو مکلف او مسئول دي.
نوموړي همدا راز وويل، اوس وخت کې رسنۍ د امربالمعروف او نهی عن المنکر د ترسره کولو لپآره بهترينه وسيله ده،چې له همدې لارې ځوانان د کاميابۍ لور ته دعوت کولای شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الرحمن صديقي وويل، رسنۍ د اسلامي امارت د لاسته راوړنو د نشر او د اسلامي امارت د پاليسۍ د تطبيق په برخه کې مسئولې دي.
ښاغلي صديقي زياته کړه، د حکومت او رسنيو ګډه کميټه ډيرې لاسته راوړنې لري، چې يوه يې هم د حکومت او رسنيو تر منځ د همغږۍ رامنځته کيدل او همکاري ده.
نوموړي له خبريالانو څخه غوښتنه وکړه تر څو د خپرونو پر مهال بې طرفي مراعت کړي او د ملي ګټې په پام کې ونيسي.
د غونډې په جريان کې نورو ګډونوالو هم خپل نظريات شريک کړل، او د يادې کميټې په لاسته راوړنو يې رڼا واچوله.
د غونډې په پای کې مرستيال والي رسنيو ته په خطاب کې وويل، د ټولو رسنيو فعاليتونه بايد د اسلامي شريعت مطابق اوسي،  په ټولنيزو شبکو کې د اسلامي نظام څخه د بغاوت کوونکو مربوط خپرونو څخه بايد مخنيوی وشي، اسلامي امارت د رسنيو فعاليت ته د اسلامي شريعت په رڼا کې ژمن دی، او راتلونکي غونډه کې بايد د کميټې غړي او خبريالان ګډون وکړي.
‍۱۴۴۴/۱۰/۱۲ ه ق 
۱۴۰۲/۲/۱۲/ ه ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS