په پروان ولایت کې لسګونه ځوانان د وینافن له روزنیز پروګرام څخه فارغ شول

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۹:۴۰
.....

د پروان ولایت اطلاعاتو او کلتور رياست د ښوونیز کورس څخه لسګونه ځوانان د وينافن له مياشتني تعليمي پروګرام څخه فارغ شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو عمومي مدیر احمد جاويد پويش د ځوانانو د ظرفيت د لوړولو په برخه کې د دغه رياست د کړنو او فعاليتونو په اړه معلوماتو وړاندې کړل او زیاته یې کړه، د خوښۍ ځای دی چې نن له دغه ښوونیز مرکز څخه يو شمېر ځوانان فارغ شول.
ورپسې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الرحمن صديقي د دغه ځوانانو د فراغت د مبارکۍ په ترڅ کې د وینافن د هنر پر اهميت خبرې وکړې او ویې ويل: د وینافن د ټولنې له اړتياوو څخه دی، ځوانان بايد په دې مهارت سره ځانونه پوه کړي او خپل فصاحت ته وده ورکړي.

۱۴۴۵/۲/۲۵ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۱۹ هـ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۵۵
Background image

هلمند کې لسګونو ځوانانو ته یو ورځنۍ روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري په هلمند ښوونيز مرکز کې لسګونو ځوانانو ته د فکري روزنې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه لسګونو تنو ځوانانو ته د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

BACK TO NEWS