په وروستیو کې د سمنګان ولایت لرغونو ځایونو څخه د خارجي لیدونکو شمېر زیات شوی
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمریت د مسئول په وینا دې وروستیو کې د سمنګان ولایت د لرغونو ځایونو، په ځانګړي ډول د رستم تخت څخه د خارجي لیدونکو شمېر زیات شوی دی.
د مسئولینو په وینا تېره ورځ ۱۶ تنه ايټالوي او هسپانوي ګرځندویان د سمنګان مرکز ایبک ښار ته د سیاحت په موخه راغلي، چې د رستم تخت په شمول د نورو لرغونو ساحو څخه یې لیدنه وکړه، همداراز د مسئولینو له لوري ورته د لرغونو ځایونو په اړه هر اړخیزه معلومات ورکړل شول.
د اسلامي امارت له راتګ سره په هیواد کې د ډاډمن امنیت په راتګ سره د خارجي ګرځندویانو په شمیر کې هم زیاتوالی راغلی دی.
د هسپانیې اوسیدونکې میرمن لوکاپردیلا وایي، د ۳۰ کالو راهیسې مې هیله درلوده، چې د افغانستان له لرغونو ځایونو څخه لیدنه وکړم، چې بالآخره اوس وتوانیدم له خپل ۱۶ نفري ګروپ سره هرات، غور، مزار شریف او سمنګان ولایت څخه لیدنه وکړو.
۱۴۴۴/۱۰/۱۱ هـ ق
۱۴۰۲/۲/۱۱ هـ ش
