په هرات کې د کمال الدين مولانا حسين واعظ کاشفي تاريخي ارامګاه بيا ورغول شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۰ - ۱۱:۵۱
په هرات کې د کمال الدين مولانا حسين واعظ کاشفي تاريخي ارامګاه بيا ورغول شوه

د کمال الدين مولانا حسين واعظ کاشفي د ارامګاه بارګاه او بڼ د بيا رغاونې کار چې يو کال مخکې پيل شوى و، بشپړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
دغه مجموعه له بيا رغاونې وروسته د ګرځندوي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ګرځندوي امريت په واک کې ورکړ شو. دغه پروژه د امريکا د سفارت په مالي همکارى د افغان فرهنګي ميراثونو د مشورتي او ساتنې د بنسټ له خوا د څه د پاسه ٣٣٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت د تاريخي ابداتو د ساتنې او ترميمولو د لوى مديريت تر مستقيم نظر لاندې ترميم شوى دى.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اريا رووفيان د دغې مجموعې د بيا رغاونې کار د يونسکو د نړيوال سازمان د معيارونو له مخې وباله. د رووفيان د څرګندونو له مخې؛ د بيا رغاونې په کار کې د مقبرې د ټينګښت کار د چمن جوړولو، په انګړ کې د ډبرو فرشول، په بامونو کې د خښتې لګول، د برېښنا سيستم ، د اوبو لګولو سيستم او د انګړ د ديوالونو بيا رغول شامل دي. د دغې ادارې رييس وويل: د دغه شان تاريخي مقبرو د بيا رغاونې هدف د فرهنګي هويت د ساتنې ترڅنګ په دغه ولايت کي د مذهبي ګرځندوى د صنعت وده ده .
هرات د مذهبي ګرځندوى د ودې او پراختيا لپاره ستر ظرفيت لري او د تاريخي ارامګاو په بيا رغاونې سره عملي ګامونه پيل شوي دي. په همدې حال کې د هرات د والي مرستيال ډاکتر نور احمد حيدري د تاريخي څلو د ساتنې او ترميمولو په لاره کې د هرات د سيمه ييزې ادارې د ژمنو ډاډ ورکړ.
کمال الدين مولانا حسين واعظ کاشفي د تېموريانو د دورې مشهور ليکوال، جامع العلوم عالم، د قران مفسر، منجم، رياضي پوه او اغيزمن واعظ و چې له هغه څخه ١٠ بډاى علمي او تحقيقي اثار په ميراث پاتې دي .
کابل – دليندۍ ١٠مه /باختر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او باختر خبري آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

دوشنبه (١٤ د جمادي‌الاول ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د باختر خبري آژانس له لوري د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او د باختر خبري آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د عامه کتابتونونو ریاست او (DHSA) موسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د افغانستان لپاره د پراختیایي او بشري خدمتونو موسسې(DHSA) ترمنځ د ټولنیز ګډون پیاوړتیا په نوم د همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۷
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۱۴جمادی الاول ‌۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین په مشرۍ د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر. . .

BACK TO NEWS