په هرات ولایت کې درې راډیوګانو په رسمي ډول فعالیت پیل کړ

rahim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۰:۱۸
Herat province

دوشنبه(۲۲د رمضان المبارک ۱۴۴۵) په هرات ولایت کې د حریت، امید او شریعت په نومونو درې راډیوګانې پرانیستل شوې او په رسمي ډول یې خپرونې پیل کړې.

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د نشراتو معين مولوي حيات الله مهاجر د رسنيو مثبت رول ته د اشارې په ترڅ کې وايي: اسلامي امارت د ښې حکومتولۍ په ښه والي کې د رسنيو رول مهم بولي او اسلامي امارت د هغو رسنیو ملاتړ کوي،چې خپرونې یې د اسلامي امارت له قوانینو او ملي ګټو سره سمې وي.

د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي احمدالله متقي د حقايقو په بيانولو کې رسنۍ مهمې وبللې او زياته يې کړه: رسنۍ د لويديځې نړۍ د فرهنګي يرغل په وړاندې د پام وړ رول لوبولى شي.

د شريعت راډيو استازى انجنير محمد نبي قاضي زاده وايي: د بېلابېلو خپرونو په پيلولو سره غواړي خپل اورېدونکي له بېلابېلو برخو خبر کړي. هغه زیاته کړه: حریت، امید او شریعت راډیوګانې ۲۴ ساعته فعالیت کوي او د دغو راډیوګانو اصلي خپرونې د هېواد له مرکز څخه دي.

د يادونې وړ ده،چې اوس مهال په هرات ولايت کې ٢٨ نورې رسنۍ فعاليت کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS