په نیمروز کې د یووالي او همدلۍ تر عنوان لاندې ځانګړې مشاعره ترسره شوه

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۹:۱۹
dcv

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د یووالي او همدلۍ تر عنوان لاندې ځانګړې مشاعره ترسره شوه، چې پکښې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب‌الله الهام، د امارتي ادارو رئیسانو او استازو، علماوو، شاعرانو، نعت او ترنم ویونکو، او د زرنج ښار ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی و.
مشاعره د قرانکريم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب‌الله الهام د شعر او شاعرۍ په اړه خبرې وکړې، هغه وویل: چې شعر په اسلام کې ځانګړی ځای لري او د الله تعالی له هغو نعمتونو څخه دی، چې د اسلامي تاریخ په بېلابېلو دورو کې د اسلامي نظام د ټینګېدو لپاره ډېر اغېزمن ثابت شوی دی.
نوموړي زیاته کړه؛ په جهادي بهیر کې د ګرمو سنګرونو ترڅنګ شاعرانو او نعت ویونکو هم د مسلمانانو د هڅونې او د کفارو د ماتولو لپاره مهم رول لوبولی، چې د مسلمانانو بریا او د اسلامي نظام د ټینګېدو لامل شوی دی.
په دې مشاعره کې ګڼو شاعرانو، نعت او ترنم ویونکو د یووالي او همدلۍ په تړاو خپلې ویناوې د شعر په ژبه وړاندې کړې.
مشاعره د نیمروز د ممثلینو په زړه پورې نندارې او د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

۱۴۴۶/۶/۵ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۱۷ هـ ل

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

BACK TO NEWS