په نیمروز کې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۲:۴۶
....

تېره ورځ د نيمروز اطلاعاتو او فرهنګ رياست د غونډو په تالار کې د دولت او رسنيو تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه، چې پر مهال یې د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مفتي حبيب‌الله "الهام"، د ملي راډيو ټلويزيون آمر ملاعبدالستار "نديم"،  په لويديځ زون کې د افغان خبريالانو د خونديتوب د کمېټې مسؤل، شميل احمد "مشعل"، د خونديتوب کمیټې د مرکزي دفتر غړو، د محلي رسنيو مسؤلينو، د هرات او نیمروز خبريالانو حضور درلود.
ياده ناسته د قرآن کریم په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، مفتي حبيب‌الله "الهام" ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، چې د يو کال راپدېخوا په همدې ولايت کې د رسنیو په کاري بهير کې هېڅ ډول ستونزه نه ده رامنځته شوې او د رسنیو  اقتصادي ستونزو د حل لپاره، د ا.ا.ا. مشرتابه هم د رسنیو مالیاتي جرایم معاف کړي دی.
په یاده ناسته کې په لويديځ زون کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې مسٶل شميل احمد "مشعل" د نيمروز اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه مننه وکړه، چې په دغه ولايت کې يې له رسنيو سره همکارۍ او همغږي کړې ده.
همدا راز په ياده ناسته کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د رسنيو د څارنې مسٶل، خواجه تميم "حقداد" نيمروز ولايت ته د خپل سفر موخه په دغه ولايت کې د رسنيو د فعاليتونو څېړنه ياده کړه او د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له رئيس څخه يې د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس له رسنیو سره، اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه د هر اړخیزو همکاریو او همغږيو ژمنه وکړه.
۱۴۴۴/۸/۱ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۳ هـ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۲:۲
Background image

کندهار کې د استاد محمد معصوم هوتک د علمي او ادبي خدمتونو په وياړ ستاينغونډه جوړه شوه

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کندهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي، میرویس نیکه پوهنتون او کندهار تحقیقاتي مرکز په همکارۍ د احمد شاه بابا په تاریخي کور کې د نومیالي ليکوال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د فیروزکوه موسسې مسؤلینو د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره د همغږۍ ناسته وکړه

د فیروزکوه نړیوالې موسسې عمومي رئیس هري وارډل، په افغانستان کې د دغې موسسې رئیسې او د شش پل کاروان‌سرای د بیارغونې پروژې مسؤل د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس قاري سید مصطفی صالح سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۶
Background image

کاپیسا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د مرکز اړوند د ښوونځیو او مدرسو ۶۰۰. . .

BACK TO NEWS