په نیمروز کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښوونیزو کورسونو څخه  ۱۵۳ تنه زده کوونکي فارغ شول

wali_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۹:۳۹
asdfghj

 

تېره ورځ په نیمروز ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښوونیزو کورسونو څخه ۱۵۳ تنه زده کوونکي د خطاطۍ، کمپيوټر، انګليسي او عربي ژبې، د درېو مياشتنيو کورسونو د پنځمې دورې څخه فارغ شول.
 د فراغت په غونډه کې یې د نيمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبيب‌ الله الهام، د ارشاد، حج اوقافو رئيس، مولوي فضل الرحمن مستغفر، د نیمروز د لوړو زده کړو مؤسيسې رئیس، مولوي محمدصدیق بني‌کمال او یو شمېر ځوانانو ګډون در لود.
یاده فراغت غونډه د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب‌الله الهام مېلمنو ته د ښه راغلاست او فارغینو ته یې د مبارکۍ ویلو سربیره، د مهارتونو د ترلاسه کولو او د هغې پر اهمیت خبرې وکړې او د نوې ژبې او مهارتونو زده کول یې د هیواد په پرمختګ کې اړین وبلل.
ښاغلي الهام زیاته کړه، د ا.ا.ا نظام او مسؤلین د ځوانانو د پرمختګ او ترقی لپاره ډیر پلانونه لري.
ورپسې د نیمروز د لوړو زده کړو مؤسیسې رئیس، مولوي محمدصدیق بني‌کمال، د ځوانانو د ظرفیت لوړونې په موخه د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې وستایلې او همدارنګه یې د الله (ج) د پېژندنې په باره کې خبر وکړې او ویې ويل، الله تعالی انسان د خپل ځان د پېژندلو لپاره پیدا کړی او موږ د علم له لارې الله (ج) پېژنو.
ښاغلي بني‌کمال، ځوانان وهڅول چې د الله (ج) د پېژندنې لپاره لا ډېر علم زده کړي.
غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکړي او د ارشاد، حج او اوقافو رئیس، مولوي فضل‌الرحمن "مستغفر" په دعا سره پای ته ورسیده.

۱۴۴۴/۱۰/۱۱ هـ ق
۱۴۰۲/۲/۱۱ هـ ش
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS