په نيمروز کې د مهاجرينو د اطلاعاتو او عامه پوهاوي» کمېټې لومړنۍ غونډه ترسره کړه

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۱:۵۰
.....

په نیمروز ولایت کې «د مهاجرينو د اطلاعاتو او عامه پوهاوي» کمېټې لومړنۍ غونډه د اطلاعاتو او کلتور رئيس، الحاج مفتی حبيب‌الله الهام په مشرۍ چې پر مهال يې د يادې کمېټې غړو حضور درلود‌، د اطلاعاتو او کلتور رياست د غونډو په تا لار کې ترسره کړه.
غونډه د قرآن‌کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د مهاجرينو د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې رئيس، الحاج مفتی حبيب‌الله "الهام" د ولايت په کچه د مهاجرينو د مرکزي کمېټې او په همدې ولايت کې د فعالو کمېټو په تړاو هر اړخيزې خبرې وکړې.
د مهاجرينو د اطلاعاتو او عامه پوهاوي د لومړنۍ کمېټې په غونډه کې د يادې کمېټې رئيس او غړو له لوري د کارې بهير پر څرنګوالي، د فعاليت د پيل او همغږۍ په تړاو هر اړخيزې خبرې وکړې، همدا راز د نورو کمېټو، رسنيو، نشراتي مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ اړوند پرېکړې وشوې.

۱۴۴۵/۴/۲۷ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۲۰ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS