په نورستان کې د عامه کتابتون اړوند يو ورځنی سمينار ترسره شو

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
ghui

په نورستان ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست په همږغۍ د شانتي رضاکاره ټولنې لخوا په مرکز پارون کې يو ورځنی سمينار د کتابتونونو د غنامندۍ  په موخه جوړ شوی وو، چې د مرکز پارون په ګډون د واما او کانتیوا ولسواليو د کتاب لوستنې مينوالو او قومي مشرانو هم پکښې ګډون کړی وو.
د سمینار په پيل کې د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سميع الحق حق بيان د شانتي رضاکاره مؤسسې له مسؤلينو څخه مننه وکړه، چې د نورستان ولسونو لپاره نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کوي.
نوموړي وويل: تر دې مهاله شانتي مؤسسې په نورستان ولايت کې درې کتابخانې او د خياطۍ کورسونه په مرکز پارون، واما او کانتیوا ولسواليو کې جوړې کړي دي، چې دغه ټول کارونه د نورستان د ولسونو په خير دي.
د شانتي مؤسسې مسؤل محمد طايب ملکزي د دغې مؤسسې په ارزښت او اهميت خبرې وکړې او زياته يې کړه؛ په مرکز او ولسواليو کې مو تر دې مهاله درې کتابتونونه جوړ او ګټي اخستنې ته سپارلي دي او په راتلونکې کې پلان لري چې د نورستان په نورو ولسواليو کې هم ورته نور کتابتونونه پرانيزو ترڅو ولسونه يې له ګټو برخمن شي.
ورپسې د يو شمېر نورو ادارو مسؤلينو او مخورو مشرانو پخپل وار سره د شانتي مؤسسې له مسؤلينو څخه مننه وکړه او داسې کارونه يې د ټولنې په ګټه وښوده او ډاډ يې ورکړ، چې د نورستان ولسونه او مسؤلين په هر وخت او هر ځای کې د شانتي رضاکاره ټولنې سره همکار دي او په راتلونکي کې يې د لا نورو پروګرامونو غوښتنه وکړه.

۱۴۴۶/۹/۶ ق
۱۴۰۳/۱۲/۱۶ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۳۰
Background image

د الف نړیوالې مؤسسې استازو د ګڼو فرهنګي پروژو د پيل او دوام ژمنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر له معین سره د الف نړیوالې مؤسسې استازو کارلوس ادواردو او الکساندر فایبیګ او د آغاخان مؤسسې د فرهنګی برخې مسؤل انجینر میوندی وکتل.
د لیدنې په پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۲۴
Background image

کندوز کې د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو او لیکوالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کندوز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو او لیکوالانو سره د کاپي رايټ (د چاپ حق) د خونديتوب په موخه ځانګړې ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۲۰
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده ۲۴مه) د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه  وشوه.
د غونډې په پيل. . .

BACK TO NEWS