په میدان وردګو کې له رسنیو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wali_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۸ - ۱۴:۲۸
په میدان وردګو کې له رسنیو سره د همغږۍ غونډه وشوه

 

نن  ورځ (۱۴۴۴/۱۱/۲۹ هـ ق) د میدان وردګو ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د دغه ریاست رئیس مولوي حبيب الله مجاهد تر مشرۍ لاندې د رسنیو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه.
د غونډې په پیل کې مولوي حبيب الله مجاهد ژورنالېستانو ته په یاد ولایت کې د رسنیو د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، ټولې رسنۍ باید د اسلامي ارزښتونو او افغاني عنعناتو مطابق خپرونې وکړي.
 ورپسې د اطلاعاتو آمر وویل، په دغه ولایت کې تردې مهاله د رسنیو د کار پر وړاندې کومه ننګونه نده را منځته شوې او د دوی په لا ښې همغږۍ یې ټینګار وکړ.
همدا ډول د نصرت میډیا ګروپ مسؤل امان الله نصرت د رسنیو په اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، په میدان وردګو ولایت کې شته رسنۍ باید په همغږۍ د دغه ولایت ستونزو او لاسته راوړنو ته انعکاس ورکړي او د ژورنالېستانو د ظرفیت لوړونې لپاره کار وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS