په میدان وردګو کې له رسنیو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۷ - ۲۳:۵۹
.....

نن شنبې ورځ (۱۴۴۴/۱۱/۲۸ هـ ق) د میدان وردګو ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د دغه ریاست رئیس مولوي حبيب الله مجاهد تر مشرۍ لاندې د رسنیو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه.
د غونډې په پیل کې مولوي حبيب الله مجاهد ژورنالېستانو ته په یاد ولایت کې د رسنیو د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، ټولې رسنۍ باید د اسلامي ارزښتونو او افغاني عنعناتو مطابق خپرونې وکړي.
 ورپسې د اطلاعاتو آمر وویل، په دغه ولایت کې تردې مهاله د رسنیو د کار پر وړاندې کومه ننګونه نده را منځته شوې او د دوی په لا ښې همغږۍ یې ټینګار وکړ.
همدا ډول د نصرت میډیا ګروپ مسؤل امان الله نصرت د رسنیو په اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، په میدان وردګو ولایت کې شته رسنۍ باید په همغږۍ د دغه ولایت ستونزو او لاسته راوړنو ته انعکاس ورکړي او د ژورنالېستانو د ظرفیت لوړونې لپاره کار وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۲۲
Background image

کاپیسا کې د خصوصي ښوونځي نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یو خصوصي ښوونځي زده کوونکي چې د خطاطۍ او نقاشۍ برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي دي وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په دې اړه جوړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۴۰
Background image

ملي موزیم ته يوه تاريخي توره وسپارل شوه

د پکتیا ولایت د یو تن اوسیدونکي حبیب الرحمن نوري له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین مولوي عتیق الله عزيزي په شتون کې ملي موزیم ته یوه تاريخي توره وسپارل شوه.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته څو جهادي آثارو وسپارل شول

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ یو تن دلګي‌ مشر مولوي نوراحمد خالد له خوا، د امریکا او متحدینو پر وړاندې د شل کلن اشغال د جهاد دورې دوه لاسي جوړ شوي جهادي آثار، د سرپل د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS