په لوګر کې د عینکو د مسو، کرنیزو محصولاتو او د کتاب د اثارو نندارتون پرانیستل شو

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۸ - ۱۶:۳۴
په لوګر کې د عینکو د مسو، کرنیزو محصولاتو او د کتاب د اثارو نندارتون پرانیستل شو

په لوګر کې د عینکو د مسو، کتاب او د کرنیزو محصولاتو د آثارو نندارتون د اطلاعاتواو فرهنګ ریاست په همکاری پرانیستل شو.
د لوګر د اطلاعاتواو فرهنګ رییس عبدالرحمن تسل د باخترآژانس خبریال ته وویل چې په دې نندارتون کې لرغوني لوښي، د عینکو مسو آثار، تابلو، کتاب او د لوګر د مشاهیروعکسونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
د اطلاعاتواو فرهنګ رییس دغه راز نندارتونونو جوړول یې ګټوروباله او وېې ویل چې خلک له دغو نندارتونونوپه کتنې سره زیاتره له فرهنګ او کرنیزومحصولاتوسره بلدېږي.
د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي د خصوصي برخو پرملاتړ ټينګاروکړاو وېې ویل چې د کرنیزومحصولاتو او کورني تولیداتو نندارې، کسبه کارانواو بزګرانوته د بازارموندنې سبب کېږي.
د لوګر والي کروند ګرو او کسبه کارانوته د همکاریو ژمنه وکړه.
دغه نندارتون د دوو ورځولپاره د کتوونکوپرمخ پرانیستی دی.
د یادونې وړ دی چې دوه ورځې مخکې هم د جشن کتاب ترنامه لاندې د کتاب نندارتون په پل علم کې د لوګر د اطلاعاتواو فرهنګ ریاست په همکاری جوړشو.
کابل/ د وري ۸/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

تخار کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د تخار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو، رسنیو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د رسنیو او ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، اطلاعاتو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

بادغیس کې د کتاب اوونۍ په مناسبت د سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، استادانو او زده کړیالانو په شتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۱۹
Background image

بغلان کې سل تنه ځوانان له فکري او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې سل تنه ځوانان د یوې میاشتني فکري او عقیدوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: دغه پروګرام د. . .

BACK TO NEWS