په لوګر کې د دولتي وياندويانو او رسنيو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه
تېره ورځ د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دولتي ادارو د وياندویانو او رسنيو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د لوګر د والي د دفتر رئيس مولوي میرویس وحيدالله، د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو، د ملي راډيو تلويزيون آمر ضياالرحمن ځلاند، د دولتي ادارو وياندويانو او د رسنيو مسؤلينو او خبريالانو ګډون کړی و.
د ناستې په پيل کې د اطلاعاتو آمر امين الله صفا د ولایت په کچه د دولتي ادارو د ویاندویانو او رسنیو ترمنځ د ښې همغږۍ او دغه راز په یاده برخه کې د یو شمېر ستونزو پر تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم د رسنیو او خبریالانو او د دولتي ادارو د ویاندویانو ترمنځ د شته همغږۍ او همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل، د ادارو ویاندویان او مطبوعاتي مسؤلین مکلف دي، چې پر وخت کره معلومات له رسنیو سره شریک کړي.
نوموړي د دولتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو او ویاندویانو وغوښتل، چې له رسنیو او خبریالانو سره خپلو همکاریو ته لا پراختیا ورکړي.
همدارنګه د دولتي ادارو ویاندویانو او مطبوعاتي مسؤلینو په خپل وار سره ډاډ ورکړ، چې له رسنیو او خبریالانو سره به پر وخت د معلوماتو په شریکولو کې له هېڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي او پروخت به له خبریالانو سره معلومات شریک کړي.
۱۴۴۴/۱۱/۱۶ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۱۵ هـ ش
