په لغمان کې ۲۰ تنو خبریالانو ته لس ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو
نن (۱۴۴۴/۱۰/۳۰هـ ق) په لغمان ولایت کې د کهکشان رسنیز ګروپ له لوري د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ د لغمان او نورستان ولایتونو ۲۰ تنو خبریالانو ته د خبریالۍ په اصولو، مهارتونو او تحقیقي راپور د چمتو کولو په موخه لس ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د ورکشاپ په پیل کې د اطلاعاتو امر او د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې ولایتي مسؤل عتیق الله قریشي، خبرې وکړې او ویې ویل، د کهکشان ګروپ څخه مننه کوو، چې د لغمان د ژورنالیستانو لپاره یې لس ورځنی ورکشاپ په لار اچولی دی، قریشي زیاته کړه، د لغمان ولایت ژورنالیستان په دغه ولایت کې په ازاد ډول خپل فعالیتونه کوي او پر وړاندې یي تر دې دمه کومه ستونزه نشته.
همدار راز د کهکشان رسنیز ګروپ استازي عنایت الله زیارمل بیا په خپلو خبرو کې د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له همکاریو مننه وکړه.
