په لغمان کې په تحقیقي ژورنالیزم پورې اړوند د ظرفیت لوړولو ورکشاپ پای ته ورسېد

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۲ - ۱۵:۸
په لغمان کې په تحقیقي ژورنالیزم پورې اړوند د ظرفیت لوړولو ورکشاپ پای ته ورسېد

په لغمان کې په تحقیقي ژورنالیزم پورې اړوند د ظرفیت لوړولو دوه ورځنی ورکشاپ پرون پای ته ورسېد.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ دغه ورکشاپ چې (ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې) د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ جوړ کړی و، د ښځو او نارینه و په شمول ۱۶ ژورنالیستانو په کې ګډون کړی و.
د ورکشاپ د پای په مراسمو کې د (ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې) مسوول سردارمحمد دیندارخېل له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه په منننې سره ژمنه وکړه چې دې ته ورته نور ښوونیز ورکشاپونه به هم د لغمان ژورنالیستانو ته جوړ کړي.
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر عتیق الله قریشي په خپلو خبرو کې د یادې ټولنې له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې په مهمو برخو کې یې د لغمان ژورنالیستانو ته دغه ښوونیز ورکشاپ جوړ کړ.
قریشي زیاته کړه: موږ هڅه کوو چې د همکارو ادارو پر مټ د لغمان د ژورنالېستانو د ظرفیت لوړولو په موخه لنډمهاله او اوږد مهاله ښوونیز پروګرامونه ترسره کړو چې د لغمان ژورنالیستان تر بل هر وخته ښه وځلېږي.
د یاد ورکشاپ دوو ګډونوالو کیهان محمدزي او سلوا سروش د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې له مسوولینو څخه د منننې ترڅنګ، یاد ورکشاپ ګټور وباله.
دوی وویل چې په دغه دوه ورځني ورکشاپ کې ډېر مهم مسایل زده کړل او د دندې پرمهال به ترې ګټه واخلي. هغوی هیله څرګنده کړه چې دې ته ورته نور ورکشاپونه هم د لغمان ژورنالیستانو ته جوړ شي.
په دغه ورکشاپ کې د ښه پروپوزل لیکنې، رهبرۍ او مدیریت په اړوند ګډونوالو ته معلومات وړاندې شول.

کابل/ د مرغومي ۲۲ مه/ باختر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او باختر خبري آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

دوشنبه (١٤ د جمادي‌الاول ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د باختر خبري آژانس له لوري د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او د باختر خبري آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د عامه کتابتونونو ریاست او (DHSA) موسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د افغانستان لپاره د پراختیایي او بشري خدمتونو موسسې(DHSA) ترمنځ د ټولنیز ګډون پیاوړتیا په نوم د همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۷
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۱۴جمادی الاول ‌۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین په مشرۍ د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر. . .

BACK TO NEWS