په لغمان کې د کتاب لوست اونۍ او د موزیم نړیواله ورځ ولمانځل شوه
تېره ورځ په لغمان ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند، د فرهنګ او ګرځندوی آمریت له لوري د کتاب لوست اونۍ او موزیم نړیوالې ورځې نمانځغونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي سربېره د اختصاصي محکمې رئیس مولوي عبدالحق حقاني، د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو آمر مفتي احمد علي خان ملک زاده، د فرهنګ او ګرځندوی آمر محمد نادر مخور، د اطلاعاتو آمر عتیق الله قریشي او د دغه ولایت ګڼ شمېر فرهنګ پالو او ځوانانو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي د کتاب په ارزښت او ګټو خبرې وکړې، ځوانان یې د اسلامي او اجتماعي کتابونو لوستلو ته راوبلل او زیاته یې کړه چې د دنیا او آخرت کامیابي د اسلامي کتابونو په ځانګړي ډول د قران په لوستلو کې ده.
ور پسې د اختصاصي محکمې رئیس ښاغلي حقاني هم له دیني اړخه د کتابونو په ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې زموږ اصلاح، سمون، دنیوي او اخروي پرمختګ د کتابونو په لوستلو سره کیږي.
همدا راز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمر هم په افغانستان کې د مشهورو کتاب لیکونکو په ژوند او پرمختګونو خبرې وکړې او د هغوی آثار یې د اوسني نسل لپاره ګټور وبلل.
د غونډې په پای کې یو شمېر فرهنګپالو او مشهورو کتاب لوستونکو ته ستاسینلیکونه ورکړل شول.
۱۴۴۴/۱۰/۲۷ هـ ق
۱۴۰۲/۲/۲۷ هـ ش
