په فراه کې د هېواد د خپلواکۍ ١٠٤ کليزه ولمانځل شوه

wali_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۱۱:۱۶
په فراه کې د هېواد د خپلواکۍ ١٠٤ کليزه ولمانځل شوه

 

په فراه ولایت کې له انګریزي ښکیلاک څخه د ګران هېواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۴ کلیزه د پرتمینې ناستې په ترڅ کې، د دې ولایت د والي ملا نور محمد روحاني، د مرافعې محکمې رئیس مولوي محمد ګل صیاد، امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس مولوي عبدالمجید صمیم، د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد عبدالحي سباوون، د دایکنډي ولایت والي ملا امان الله عبید، نورو ګڼو مسؤلینو او خبریالانو په شتون کې ولمانځل شوه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د فراه ولایت امنیه قوماندان مولوي عبدالظاهر خادم خبرې وکړې، د هېواد د خپلواکۍ مبارکي یې ګډون والو ته وویله او په هېواد کې د روس، انګلیس او امریکایانو د ماتې او وتلو په اړه یې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، هر څوک چې زموږ د هېواد پر جغرافیه برید وکړي، هغه د الله (جل جلاله) په مرسته له ماتې سره مخ کېږي.
ورپسې د مرافعې محکمې رئیس مولوي محمد ګل صیاد، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس مولوي عبدالمجید صمیم، د ولایت مقام استازي مفتي محمد اسماعیل منصور او د دایکنډي والي ملا امان الله عبید په وار سره په تیرو شلو کلونو کې د لویدیځي نړۍ پر وړاندې د مجاهدینو د سرښندنو، له مشرانو څخه د پیروۍ، له کبر او غرور څخه د مجاهدینو د لرېوالي او د یو نظام د بدلون په اړه خبرې وکړې.
په ورته وخت کې د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد عبدالحي سباوون بیا د یادې ناستې د جوړیدو او په ناسته کې له ګډونوالو مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ وغوښتل، چې د حاکم نظام د لا پایښت او پاتې کیدو په پار په پوره رښتینولۍ سره کار وکړئ، ده همدارنګه د دې ولایت له ولسي وګړو څخه وغوښتل، چې د خپل حاکم اسلامي نظام د شکر پر ځای کولو ترڅنګ د خپل نظام ملاتړي اوسئ.

۱۴۴۵/۲/۲ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۲۸ هـ ش
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د هنر او فرهنګ معین دهیواد د نامتو لیکوال او څیړونکي استاد محمد اصف صمیم عیادت وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي د هېواد نوميالي لیکوال، څېړونکي او نقاد استاد محمد اصف صمیم د لیدو او پوښتنې لپاره د هغه کور ته ورغلی و.
د هنر او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴
Background image

زرنج ښار کې لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د وړیا ښوونیز مرکز لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب‌الله. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۹:۳۷
Background image

د کونړ د رسنیو مسؤلینو او فرهنګیانو د نورستان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره ولیدل

د کونړ د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او یو شمېر فرهنګپالانو د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سمیع الحق حق بیان سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سمیع. . .

BACK TO NEWS