په فراه ولايت کې د مطبوعاتو د ازادۍ نړيواله ورځ ولمانځل شوه

wali_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۳ - ۱۲:۲۸
شسیبل

 

نن چهارشنبه (۱۳ د شعبان) د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي ټولنې له لوري د اطلاعاتو او کلتور رياست د غونډو په تالار کې د مطبوعاتو دازادۍ ورځ ولمانځل شوه، چې د اطلاعاتو او کلتور  رئيس مولوي عبدالحی سباوون په ګډون د اطلاعاتو آمر فاضل فياض، د ګڼو رسنيو مسئولينو، د افغانستان د ژورنالستانو ملي ټولنې غړو او د ملي او نړيوالو رسنيو خبريالانو پکې برخه اخستې وه.
پيل کې د افغانستان د ژورنالستانو د ملي ټولنې ولايتي مشر ابراهيم محمدي د یادې ټولنې د موخو په اړه معلومات ورکړل، نوموړي همدا راز وويل، په فراه ولايت کې د خبریالانو کړنې د پخوا په پرتله ښې شوي او مسؤلینو تل له خبریالانو سره د جزئیاتو په ورکړې کې همکارې کړې ده، د ټولو خبريالانو موخه ولس او نظام ته چوپړ کول دي او تل هڅه کوي، چې د ولسونو ننګونې او ستونزې هوارې کړي.
د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحی "سباوون" د رسنیو د ازادۍ د ورځې د مبارکۍ ترڅنګ زیاته کړه، رسنۍ د نظام څلورمه قوه ده او د کړنو موخه یې د ولس او دولت ترمنځ اړیکه، د ننګونو له منځه وړل او د نظام د اغیزمنو پروګرامونو پوښښ ده.
 د هغه په وينا، د فراه ولایت په هر ګوټ کې د خبرونو د  تولید په برخه کې د دې ولايت د خبريالانو پر وړاندې کومه ننګونه نه ده رامنځته شوې، مسؤلینو تل د خبريالانو ملاتړ کړى او د هغوى له لارې يې خپلو کړنو ته پوښښ ورکړی دی.
 د غونډې په پای کې د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې له لوري د فراه ولايت د رسنيو مسؤلينو او يو شمیر خبريالانو ته ستاينليکونه ورکړل شول او غونډه په دعايې سره پای ته ورسیده.
۱۴۴۴/۱۰/۱۳ ه ق
۱۴۰۲/۲/۱۳ ه ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۳
Background image

سمنګان کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کنفرانسونو په تالار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو.
په دې پروګرام کې د امارتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۱
Background image

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قوماندان او نوښتګرو ځوانانو سره وکتل

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له نوښتګرو ځوانانو، همدارنګه د ولسوالۍ له ولسوال او امنیه قوماندان سره وکتل.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د خطاطۍ او رسامۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۵۸
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له دویمې او څلورمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دویمې او څلورمې ناحیې د قوای مرکز سیمې اړوند د لوحو او. . .

BACK TO NEWS