په غزني کې د تعلیم الاسلام سیالۍ پایلې اعلان شوې
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د «تعليم الاسلام» تر نوم لاندې سيالۍ چې د غويي په دېرشمه نېټه پيل شوې وې، نن یې پایلې اعلان شوې.
ياده سيالي چې د غزني د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ۱۲۰۰ تنو ترمنځ جوړه شوې وه، د سيالۍ اول مقام ګټونکی محمد عارف، دوهم مقام ګټونکی عجب خان او د دریم مقام ګټونکی رحيم الله وبلل شول.
اول مقام ګټونکي ته يو عراده موټرسايکل، دوهم مقام ګټونکي ته يوه پايه کمپيوټر د ډالۍ په توګه ورکړل شول، همدا ډول له درېيم مقام څخه تر لسم مقام پورې هر ګټونکي ته يو يو سيټ موبايل په ډالۍ کې ورکړل شول.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي د سيالۍ په پايلو کې يې پوره شفافيت په پام کې نيولی و او ياده سيالي يې په پوره شفافيت سره پای ته ورسوله.
۱۴۴۴/۱۱/۱۱ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۱۰ هـ ش
